kra45.cc kra49.at кракен даркнет
خېبرپښتونخواځوانان

مفکوره څېړنيز او پراختيائي مرکز د پښتونخوا يواځينۍ اداره

پیښور(قیاس خان) د پښتونخوا يواځينۍ اداره ده چې د اٰرټ، انځورګرۍ، موسيقۍ، تاريخ، تحقيق، کلتور او عدم تشدد د ودې لپاره هڅې کوي

مفکوره څېړنيز او پراختيائي مرکز د پښتونخوا يواځينۍ اداره ده چې د اٰرټ، انځورګرۍ، موسيقۍ، تاريخ، تحقيق، کلتور او عدم تشدد د ودې لپاره هڅې کوي ـ  مفکوره څېړنيز مرکز پۀ باقاعده توګه سره د موسيقۍ او انځورګرۍ کلاسونه اخلي د پښتونخوا يو شمېر زلمي او پېغلې ترې د موسيقۍ او انځورګرۍ پۀ څانګه کښې زده کړې کوي ـ  د دغه ادارې د خپرېدونکې ماشومانو د پښتو مجلې مشر مدير جاويد ثاقب راته ووئيل چې مفکوره هغه فکر ته وائي چې د زمانې تېرېدو سره د تهورۍ او تجربې دواړو پۀ بنياد سره سم ثابتېږي ـ

ښاغلي زياته کړه چې مفکوره د پوهانو، دانشورانو او تکنيکي خلقو يو ځانګړے ټيم لري او د طباعت، انځورګرۍ، موسيقۍ، تاريخ، تحقيق او فنون لطيفه پۀ څانګو کښې خدمات تر سره کوي ـ ښاغلي زياته کړه چې ارټ او زېبا هنرونه هغه اٰلې دي چې انتهاخوښۍ، ترهګرۍ او سخت دريځۍ ته ماتې ورکوي او پۀ ټولنه کښې عدم تشدد او مکالمې ته لار هواروي ـ

د يادې ادارې د انځورګرۍ د څانګې مشر ښاغلي شهزاد سيال پۀ خپلو خبرو کښې ووئيل! چې ارټ او انځورګري هغه څيزونه دي چې د يو قام د جذباتو او احساساتو رسا ترجماني کوي او د دې پۀ مرسته د يو قام داخلي جذبات او احساسات پۀ جسم شکل پېش کولے شي ـ

ښاغلي زياته کړه چې د جديد ټيکنالوجي د راتګ سره هم د ارټ او انځورګرۍ اهميت برقرار دے، ځکه چې جديد ټيکنالوجي د قام جذبات او احساسات نۀ شي مجسم کولے او پۀ انځورګرۍ کښې اولس خپل جذبات او احساسات پۀ مجسم شکل کښې محسوسوي ـ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button