kra45.cc kra49.at кракен даркнет
نړۍ

دافغان کډوالو مشکلاتو کښې اضافہ

دتورخم په پوله دويزې شرط لازمي وګرځول شو، دافغان کډوالو مشکلاتو کښې اضافہ

پېښور

په داسې حال کښې چې  افغان کډوالو ته داکتوبر ديو ديرشمې نېټې پورې دوتلو نېټه پاې ته رسيدلې ده او په پاکستان کښې  دقانوني اسنادو نه  لرونکي په لکونو هاغه  افغان کډوال چې دپاکستاني پوليسو دکارروائيو په سبب دمشکلاتو سره مخ  اؤ افغانستان ته ستنيدل غواړي، دتورخم په پوله  پاکستاني سرحدي چارواکو  دتورخم په پوله افغانستان ته داوښتونکو افغان کډوالو لپاره  دويزې شرط لازمي ګرځولے دے دکوم اطلاق چې نن دنومبر ددويمې نېټې نه شوے دے.

دپاکستان  قانون نافذونکو ادارو تيره ورځ  دهاغو افغان کډوالو خلاف  اپريشن شروع کړے چې د٣١م اکتوبر پورې هغوي ته دورکړے شوې نېټې پورې  دپاکستان نه افغانستان ته نۀ دي ستانه شوي، پاکستان  بې اسناده افغان کډوال نيسي ، دبند مرکزونو ته يې منتقلوي اؤ بيا ئې ددغه ځايې نه افغانستان ته په زوره شړي.

دا په داسې حال کښې ده چې تيره ورځ طالبانو په يوه اعلاميه کښې  غوښتنه کړې وه چې افغانانو ته دې  دويستلو لپاره وخت ورکړے شي، خو پاکستان افغان کډوالو ته داوسيدو په موده کښې دپراختيا  کومه اشاره نۀ ده ورکړې.

دپاکستان لخوا  دتورخم په پوله  دويزې شرط لازمي ګرځولو سره  دافغان مهاجرينو په مشکلاتو کښې نوره اضافه هم شوې ده او ددغه فيصلې اطلاق به دافغان مهاجرينو په وړونکو ډرائيورانو هم کيږي.

https://bajaurtimes.com/pashto/2022/05/114/

 

دتورخم په پوله  افغانستان ته داوړيدو په غرض راغلي يو افغان کډوال میڈیا   سره په خبرو کښې ووئيل دے دباغوانانو اوسيدونکے ؤ، دګل په ورځ ئې وادۀ ؤ، دوادۀ کيدو نه پس سمدستي دوي خپلې کډې وتړلې اؤ افغانستان ته روان شول، ددۀ وينا وه دلته په پوله دافغان کډوالو لپاره هيڅ سهولتونه نشته، تر دې چې اوبه هم نشته.

همدغه شان يو بل  کډوال میدیا سره په خبرو کښې وئيلي وو چې  دے دلاهور نه افغانستان ته داوښتو لپاره راغلے اؤ دلاهور پوليسو ترې رشوت اخستے، تر دې چې دستنيدونکو کډوالو نه هم  دلاهور پوليسو پېسې اخستي دي.

بل اړخ ته دپاکستان لخوا دتورخم په پوله دويزې شرط لازمي ګرځولو سره په پوله  دټرکونو قطارونه لګيدلي دي دکوم وروسته چې ټرانسپورټرانو غوښتنه کړې ده چې  دافغان مهاجرينو وړونکي دټرک ډرائيوران دې ددې فيصلې نه مستثنا وګرځولے شي اؤ يا دې ورته خصوصي پاسونه ورکړے شي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button