بلاګ/ليک

قامى خبرونه

خېبرپښتونخوا

ځوانان

نړي

شیخ محمد بن زاید النهیان د متحده عربي اماراتو نوی ولسمشر منتخب شوی دی

شیخ محمد بن زاید النهیان د متحده عربي اماراتو نوی ولسمشر منتخب شوی دی. د اماراتو پخوانی مشر شیخ خلیفه د مې پر ۱۳مه مړ شوی وو. د متحده عرب اماراتو سترې وفاقي شورا د مې پر ۱۴مه، ۶۱ کلن شیخ محمد بن زاید النهیان په متفقه توګه منتخب کړ. د تېلو لویو زېرمو لرونکي متحده عربي اماراتو بنیاد په ۱۹۷۱ز کال کې د شیخ محمد پلار ایښی وو چې پکې اووه امارتونه شامل دي او ستره شورا یې له واکمنانو جوړه ده. له دې انتخاب سره شیخ محمد د متحده عربي اماراتو رسمي مشر شو خو نوموړي له تېرو څو کلونو راهیسې د پخواني مشر شیخ خلیفه د ناروغۍ له وجې د

طالبانو ته په نړيوال کچ وړومبې غټه کاميابي ترلاسه شوي

طالبانو ته په نړيوال کچ وړومبې غټه کاميابي ترلاسه شوي، روسي حکومت طالبانو لخوا ټاکلې شوي سفير قبول کړې، روسي خارجه وزير سرګئ لاوروف د افغان سفارتکار جمال غروال ټاکلو منظوري ورکړې،افغان خارجه وزارت هم د دې خبر ې پخلې کړې چې روس د هغوي نوے سفير قبول کړې، په نړيوال کچ روس وړومبې ملک دې چا چې افغان ډپلوميټ منلې، کوم نه پس ماسکو کي موجود افغان سفارتخانے انتظام د طالبانو سفارتي غړې ته سپارلې شوي، دا خبره د پام وړ ده چې افغانستان کښې طالبانو واک ترلاسه کولو نه پس، ټولو ملکونو افغانستان سره سفارتي اړيکې ختمې کړي