پرنجے او خڼار

ليک: لعل زاده ساګر

پرنجے چې ځينې ځايونو کښې ورته خلق انټوشے ، تريچے ، انږشے ، اپريشے ، اپريشکے ، نوږے ، انتروشے او ترونجے هم وائي. د پرنجيالوجي د پوهانو د وېنا تر مخه زکام او پرنجے د پوزې خالص خپل پېداوار دے . زکام پوهان وائي چې کله پرنجي د درېو نه زيات شي ، دا بيا د زکام علامات وي . زمونږ يو ملګرے وو .د هغه نه به پرنجي اکثر د کلاشنکوف پشان پۀ فائر کېدل . چې د پرنجو چپه به پرې راغله او ختمېدل به ، نو سړي به پکښې دوه کپه چائے ښۀ پۀ سور څښکلے شو . اګرچې زکام سړي له ډېر زور ورکوي. خو د پرنجي نه سړي ته بيا هم څۀ نه څۀ سکون ميلاويږي . پرنجے ميرات مړے چې وشي ، نو سمه ده — خو چې پرنجے راشي او پساؤ شي ، نو دغه ډېر دردناک او مزاحيه منظر وي . مخې سره به دې د شکل نه ” لګړ بګړ ” جوړ شي ، پۀ پوزه به دې آټو ميټيکلي ” وائيبرېشن ” آن شي ، پوزه به دې ويته ويته او تروه تروه کيږي — بره بره به اسمان ته ګورې ، سترګې به دې ورسره د بړقو د لاټېن پشان پړقا شروع کړي . د خولې اشارې به دې داسې وي ، لکه پېشو چې پۀ خپل ښکار د ورټوپ کېدو پۀ پوزيشن کښې وي — د لاسونو حرکات به دې داسې وي، لکه چاته چې خواست کوې، چې داسې يو څو لاسيز کاڼي خو راله راوړه — او دومره پۀ شين زور کښې به يې ، لکه ډرائیور چې پۀ چړهائي ګاړے خېژوي او مخې ته ناست سړے هم ورسره د هر موړ سره د ډرائیونګ کيفيت پۀ ځان طاري کړے وي او تاويږي ورسره . زړۀ به دې هله مات شي ، چې د دومره زورونو ، مخکښې روستو کېدو او ديکو باوجود هم پرنجے اونۀ شي ، بس سړے دومره خفه شي ، لکه لنګه غوا چې ترې مړه شي—

يوه هائيکو ده

پرنجے چې راشي او واپس لاړ شي

انسان د ځان سره خفه شي دومره

لکه سړي نه چې پنځ ډزے ورک شي

د ځينې سړي پرنجے دومره پۀ زوره وي لکه خواته چې دې بم خلاص شي — او دغسې پرنجے چې د خوړ پۀ غاړه وکړي ، نو د څلوېښت پنځوس ګزه فاصلې پورې پۀ ونو بوټو کښې ناستې ټولې مرغۍ د ويرې نه والوځې ، خيال يې دا وي ګنې چا راباندې د چرائيز ډز وکړو. او کۀ دغسې بمي پرنجے دې د خپل ماشوم پۀ مخکښې وکړو ، نو هغه به دې هم بيا د وېرې نه يوه مياشت خواله نۀ راځي . حاجي صېب وائي چې د پرنجي مثال د ثنا د جاړ وي ، پۀ يو څو سيکنډونو کښې د مزغو صفائي کوي . د کرونا نه مخکښې د پرنجي او د ټوخي د شرافت او سړيتوب چرچې وې — چې کرونا شروع شوه نو پرنجے او ټوخے د بدمعاش او ګنده ګير پۀ نوم ياد شو ، خپلو او پردو به ترې بيا يو شان ځانونه ساتل —

د پرنجي پۀ نسبت پۀ خڼار باندې ماهرين لکه د پښتنو د شجره نسب پۀ اتفاق نه دي . بل خوا “هم خيال” ججان وائي چې د دې تعلق د پوزې سره دے . نظرياتي ججان وائي ، چې د خڼار تعلق د هوا د نالۍ سره دے. بهرحال کۀ د خڼار تعلق د هر ځائ سره وي ، خو ” مجبوره ” خلق ترې سخت پۀ غذاب کښې وي — خڼار تقريباً هر انسان کوي — د هر چا خپل انداز او خپله ورائيټي وي — د چا رېنج کم وي د چا زيات وي– ځينې خلقو پۀ خڼار کښې باقاعده سپېشلائزېشن کړے وي، ځينو پکښې پي ايچ ډي کړي وي. د خڼار بيا بېلې بېلې درجې وي . چې نارمل وي ، هغه خڼار وي . چې لږ تېز وي ، هغه خرَتار وي ، او چې د هغه نه هم زيات وخشتناک وي ، هغه بيا غرَتار وي — د درېمې درجې والا خڼار کله کله “مدعي” پۀ خپله هم راويښ کړي. بيا لږ وخت لپاره پۀ کمره کښې ګېر چاپېره لاندې باندې وارخطا وارخطا وګوري ، چې څۀ تندر خو خامخا پرېوتے دے — خو چې حالات ورته سم ښکاره شي، بيا د دوپړۍ باجې وهلو لپاره اودۀ شي–

ياران وائي خڼار يوه داسې موسيقي وي ، چې غږؤنکے يې پۀ خپله نۀ اوري ، خو لانجه دا ده چې د دغه موسيقۍ سره نه ډانس کيږي او نه ورسره په ګوتو ټکور کيږي — بس خپلې ښپې به دې ترې بيا خلاصوي. او مصيبت دا وي ، چې خڼار کوؤنکے د ټولو نه مخکښې اودۀ کيږي — او خپل خڼار بيا داسې نۀ مني لکه د واکدارانو غلطې فېصلې چې پۀ وطن کښې بربادي وکړي او بيا يې نه مني — يو ځل راسره پۀ کارخانه کښې د يو ټرک د ډرائیور شپه راغله ، هغه وېل کۀ خوښه مو وي، نو زۀ به د ټرک پۀ سيټ کښې اودۀ شم . خو مونږه باندې مېلمه دوستي او پښتونولي زورآوره شوه ، پۀ کمره کښې مو ځان سره پاتې کړو. د خوب وخت وو ، نو رڼاګانې مو بندې کړې . داسې پېرشانۍ غوندې وړے ووم ، چې څۀ خطرناک آوازونه مې واورېدل ، خيال مې راغے ، چې سورلنډي راټول شوي دي او پۀ ترنم کښې يې غېرطرحي مشاعره شروع کړې ده. چې نۀ پکښې چا د وزن او بحر خيال ساتو او نۀ يې په رديف او قافيه څۀ پرواه وه . چې آوازونو ته لږ ځير شوم ، ما وېل چرته د سپو او پيشوګانو خړاوه ده ، يو بل يې سرې اترې کړل . پۀ دې دوران کښې د يو خړپ غوندې آواز وشو ، لکه مګرمچھ چې خپل ښکار روغ تېر کړي . نو د دغه خړپ سره راويښ شوم . چې اومې کتل نو خواته مې د انسانيت سوز خڼار يو درز غوبل جوړ وو ، پۀ ټوله کمره کښې د بهوت بنګلې پشان شور او غوغا جوړه وه. او د ” قورر قاغ —- بغم بغ —- خورر خپ —- غوړم غُړ او قوړړ قوپ راګونه پۀ خپلو کښې پۀ مقابله ورغلي وو. مېلمه له مې دوه درې آوازونه ورکړل، چې حاجي صېب پۀ ډډه واوړه ، هغه داسې پخم جرر آواز سره هسې اوخوځېدو ، وېل څۀ دي مړّه ؟،،،، او خپله رکشه يې بيا سټارټ کړه ، او بيا داسې يو شور او غرار جوړ شو ، لکه په نيو ائرنائټ کښې چې مست هلکان د موټرسائیکلو نه سلېنسرې لرې کړي —

سرونه به مو څۀ خُوږوم ، خو خڼار او زلزله دواړه داسې آفتونه دي ، چې نري ورسره نۀ کيږي. چې څومره پۀ وخت د هغه ځائ نه ووځې ، نو پۀ فائده کښې به يې . بس د ناکامه ترې برنډې ته رااووتو ، خو په برنډه کښې هم د خڼار ” آفټر شاکس ” محسوسېدل . نو مجبوراً مو کټ د برنډې نه رابهر کړو. هلته هم حالات سم نه وو. بيا مو پۀ مېدان کښې د خڼار نه د محفوظ ځائ لپاره کټ داسې ګرځولو ، لکه پخوا به مو چې د ساده ټي وي ګانو په زمانه کښې د کوټې پۀ سر د موزون ځائ لپاره انټينا ګرځوله. آخر يو داسې ځائ پېدا شو چې د هر قسم آوازونو او بلاګانو نه محفوظ وو. شهزاد يوسفزي صېب خو ښۀ وو ، پۀ دفتر کښې اودۀ شو. او مونږ د خڼار د لوئ مصيبت پۀ ځائ د “ماشو” وړوکي مصيبت له غاړه ورکړه او پۀ کهولاؤ مېدان مو شپه تېره کړه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.