kra45.cc kra49.at кракен даркнет
لوبی

راشد خان په کرکټ کې یو بل ریکارډ جوړ کړ

راشد خان په کرکټ کې یو بل ریکارډ جوړ کړ

ھند: راشد خان په کرکټ کې یو بل ریکارډ جوړ کړ؛ په آی پي ال کې یې خپل لومړی هټریک وکړ. هټریک په دریو پرلپسې توپونو د دریو لوبغاړو سوځولو ته وايي.

راشد خان په حساس وخت کې راغي او د خپل څلورم اور په دریو لومړیو توپونو یې درې کسان اوټ کړل.

دا لوبه د هند په احمد اباد کې وه، لمر هم و، روژه هم وه، خو کله چې راشد خان دا کارنامه وکړه، هلته دماښام اذان وشو، خو بل افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال لیدل کیگی ، چې د جوسو بوتل [ګیډېریټ] یې په لاس کې راشد خان ته منډې ووهلې، راشد خان کیناست او په میدان کې دننه او د لوبې په منځ کې یې خپله روژه ماته کړه.

 

راشد خان لومړی افغان کرکټ‌لوبغاړی شو چې په آی پي کې د خپلې لوبډلې کپتان هم و او په هماغه لوبه کې یې هټریک هم وکړ.

یادہ دی وی چی راشد خان د لوبې رخ بدل کړ، خپلې لوبډلې ته یې د بري لاره برابره کړه، مګر په اخري اور کې دکولکتې لوبډلې یو لوبغاړي پنځه پرلپسې شپږیزې ووهلې او د ۲۰۵ منډو هدف یې پوره کړ.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button