صادق خان اڅکزي د باجوړ ضلعې يو ورځنې دوره.

چيئرمېن مظلوم اولسي تحريک پاکستان حاجي صادق خان اڅکزي د باجوړ ضلعې يو ورځنې دوره.
مظلوم اولس تحریک پاکستان کښې د باجوړ مختلفو سیاسی مشرانو ګډون وکڑ.
د عوامي نېشنل پارټۍ حاجي لا علي شاه پښتونيار، د هغه ورور حاجي افضل خان، د قامي وطن پارټۍ ضلعې چيئرمېن حاجي حاضر خان، د پيپلز پارټۍ د خار تحصيل صدر اسد خان، د باجوړ کونسل منتخب چيئرمېن جنت شاه، د مسلم ليګ پخوانې اميدوار لیګ.او ځوان سیاسي مشر نواز خان، قومي مشر او ملک محمد دوما دولا، ملک ظاهرشاه دوما دولا په شمول په سلګونو سیاسي مشرانو، پخوانیو کاندیدانو، ملکانو، مشرانو او قومي مشرانو په زرګونو ځوانان د مظلوم اولسي تحریک سره یو ځای شول. د ګوند مشر حاجي صادق خان اڅکزي د ګوند مفلر او خولۍ ور واغوستې ۔
باجوړ ته د مظلوم عوامي تحريک پاکستان چيئرمېن حاجي صادق خان اڅکزي د دورې شاندار استقبال وشو، چې د باب باجوړ نه پېل شو او په بې شمېره ګاډو کې د باجوړ سټيډيم ته ورسېدو.
په باجوړ ضلع کښي د یو ورځنی قیام نه پس چیرمین حاجی صادق باجوړ کښي د سیاسی، اجتماعی، تجارتی، طالب علمانو، د باجوړ میډیا نمائندګانو، د پارټی مشرتابه، علماؤ سره تفصیلی ملاقاتونه اوکړل او هلته یی د مدرسی له حضرت پیر حافظ صاحب او سلګونو علماو سره وکتل. په بېلابېلو ځايونو کې يې د مدرسې څخه ليدنه وکړه، چیئرمین صیب د پير حافظ صاحب د ديني او دنياوي خدمتونو ستاينه وکړه، چیئرمین صاحب وويل، چې دلته چې راغلم نو ارام او سکون احساسوم، هر ځای چې ځم پخپله د علماوو د ليدلو لپاره خواہش کووم
د باجوړ ضلعې ته د سفر په مهال د باجوړ خلکو د حاجي صادق خان اڅکزي په هرځای کې تود هرکلی وکړ، د ګلونو ګېډۍ يې ورته کېښودې، ګلدانونه يې ورته وړاندې کړل، چيئرمېن يوه ورځ په باجوړ کې پاتې شو، د باجوړ د ټولو مشرانو کشرانو له مسؤلينو سره يې وکتل. خلکو ته ميډيا بريفنګ ورکولو په وخت هغه وويل د باجوړ ضلعې دوره تاريخي او په هر لحاظ کاميابه وه، هغه وويل چې زه پخپله د قبائيلي سيمې سره تعلق لرم نو د قبائيلي سيمو په ستونزو ښه پوهيږم، ستونزې يې په خپله هم دي. په هر تحصیل کې به د ځوانانو لپاره تعلیمي مرکزونه پرانستل شي، د سپورټ سټیډیمونه به جوړ شي.د مظلوم اولسي تحریک چیئرمېن حاجي صادق خان اڅکزی د باجوړ ضلعې نه سوات ته روان شوی او هلته به د سوات سیاسي خاندانونو سره په پارټۍ کې شاملیږي.




