قامى خبرونه
ايمرجسني صورتحال متعلق متعلقه ادارو ته خصوصي هدايات جاري

د خيبر پښتونخوا وزير اعلئ محمود خان باران نه پس ايمرجسني صورتحال
متعلق متعلقه ادارو ته خصوصي هدايات جاري کړي،وزير اعلئ وئيلي دي چې متعلقه ادارے
دے څه قسمه ناخوشګوار صورتحال باندے قابو موندلو تياري اوکړي،په سړکونو او کوڅو
کښې ولاړے اوبه ويستلو لپاره دے په وخت کار کول يقيني کړي
د خيبر پښتونخوا وزير اعلئ محمود خان بشکالي بارانونو دوران ايمرجنسي
صورتحال لپاره ځان تيار ساتلوپه اړه متعلقه ،ضلعي انتطامئ،ريسکيو ،ټي ايم اے او او
ډبليو ايس ايس پي ته هدايات جاري کړي وزير اعلئ وئيلي دي چې متعلقه ادارے دے په
هنګامي بنيادونو باندے خپل کار جاري اوساتي او خلقو ته راپيښ مشکلات دے زر تر زره
حل کول يقيني کړي محمود خان دا هم وئيلي دي چې ضلعي انتطاميه او نوره ادارے دے
ممکنه جاني او مالي نقصان کم نه کم ساتلو لپاره ضروري اقدامات اوکړي



