عمران خان به ډير زر يو ځل بيا وزيراعظم جوړيږي:فواد چوهدري

استعفے ورکولو نه پس فواد چودري ميډېا سره خبرو کښې وئيلي چې عمران خان به ډير زر يو ځل بيا وزيراعظم جوړيږي، او پي ټي آئي ارکانو ضمني اليکشنو لپاره استعفے نه دي ورکړې، څوک چې وس وزيراعظم جوړيږي هغه پرضد نن عدالت کښې د شپاړس ارب روپو کيس سماعت وو،
د پي ټي آئي غړو فواد چوهدري او حماد اظهر ميډيا سره په شريکه خبرې کړي، فواد چوهدري وئيلي چې مونږ اسمبلي څخه استعفا ورکړې، ولې چې مونږ د دې کاروائي برخه نه جوړيدل غواړو، څوک چې وس وزيراعظم جوړيږي، هغه پرضد نن د شپاړس ارب روپو کيس سماعت په عدالت کښې وو، هغه دا هم وئيلي چې دا جنګ کوم چې پي ټي آئي شروع کړې دا جنګ د پاکستان آزادۍ جنګ دې، پاکستانيان هر څيز برداشت کولې شي خو دا نشي برداشت کولې چې هغوي آزادۍ ته څوک زيان ورسوي، ميډيا سره خبرو کښې حماد اظهر وئيلي چې مونږ بيرته غلامي ته اچولو شوي يو، عمران خان او دو تهائي اکثريت ترمينځ صرف د ټاکنو فرق پاتې شوي دې،




