ملګري ليکوالان باجوړ” لۀ اړخه د مورنيو ژبو نړېواله ورځ ولمانځل شوه ـ

د مورنيو ژبو نړېواله ورځ دستورہ !نن پۀ باجوړ پريس کلب کښې د “ملګري ليکوالان باجوړ” لۀ اړخه د مورنيو ژبو نړېواله ورځ ولمانځل شوه ـ پۀ دغه اړه د يوې دستورې تابيا شوې چې يو شمېر شاعرانو، اديبانو او د عوامي نېشنل ګوند کارکنانو پۀ کښې برخه واخسته ـ د غونډې د نظامت چارې ښاغلي جاوېد ثاقب تر سره کړې او ورسره ئې د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځ پۀ شاليداو مورنيو ژبو پۀ اهميت هم رڼا واچوله ـ غونډې ته د عوامي نېشنل ګوند د کلتور سېکتر محمد اسحاق اسحاق هم وېنا وکړه او د مورنيو ژبو پۀ اهميت ئې ګټورې خبرې اترې وکړي ـ د ملګري ليکوالان تنظيم صدر ښاغلي عبدالحق درد او ښاغلي سلطان يوسف سلطان د مورنۍ ژبې پښتو پۀ اړه خپل خپل کلامونه واورول ـ غونډې ته د باجوړ ستر ليکوالا او تاريخ پوهه ښاغلي مولانا خانزېب هم وېنا وکړه او د مورنيو ژبو پۀ اهميت، پۀ مورنۍ ژبه کښې د تعليم پۀ اهميت او قامي کلتوري شناخت ئې ګټورې خبرې وکړې ـ د غونډې پۀ پاې کښې د عوامي نېشنل ګوند باجوړ ستر سېکتر نثار باز هم وېنا وکړه او د مورنيو ژبو پۀ اهميت ئې خبرې وکړې ـ ښاغلي د مورنيو ژبو پۀ اړه د عوامي نېشنل ګوند دريځ هم وړاندې کړو او وې وئيل چې عوامي نېشنل ګوند پۀ دې صوبه کښې ويونکيو ټولو ژبو ته احترام لري او د حکومت نه غوښتنه کوي چې ټولو ژبو ته دې حقوق ورکړے شي او د نصاب برخه دې وګرځول شي ـ د غونډې غوښتنې• مورنۍ ژبې دې د بنيادي تعليم ذريعه وګرځول شي ـ • د پښتونخوا پۀ هر کالج کښې دې د بي ايس پښتو فېکلټي پرانستے شي ـ • پښتو دې د پښتونخوا صوبې تعليمي، دفتري او کاروباري ژبه وګرځول شي ـ • رياست دې د مورنيو ژبو سره متعصبانه سلوک بند کړي، ځکه چې د ژبو سره رياست ماتېږي او کمزورے کېږي نۀ، بلکې مضبوطېږي ـ • اردو دې د رابطې د ژبې پۀ توګه ومنل شي خو د قامي ژبې پۀ نوم دې پرې نورې ژبې نۀ وژني !عوامی نیشنل گوند ضلع باجوڑ



