باجوړ:جرګي له حکومته د افغانستان سره د تجارتي لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې ـ

باجوړ -سیاسي، مذهبي او ولسي مشرانو له حکومته د افغانستان سره د تجارتي لارو د پرانیستلو او سیمه کې د امنیت پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

په ناوګۍ کې،د عوامي نیشنل ګوند تر سیوري لاندې په یوه قامي جرګه کې مخې ته راغلي دي.

جرګې ته قامي مشرانو وویل چې د افغانستان سره د کاروباري لارو تړل کېدو له کبله د خلکو کاروبارونه له تاوانونو سره مخامخ شوي دي او د سیمې ځوانان د روزګار لپاره نورو سیمو یا بهرنیو هیوادونو ته په تګ مجبوره دي.

په دې جرګه کې د سیمې د سیاسي، ولسي او مذهبي مشرانو په ګډون ځوانانو هم برخه واخیسته او د یوې اعلامیې له لاری یې له حکومته، افغانستان سره د لارو او کاروبار د پرانیستلو او سیمه کې د امنیت پر ځای کولو غوښتنه وکړه.

جرګې دا غوښتنه هم وکړه چې وفاقي حکومت دې په قامي مالیاتي کمېشن کې قبایلي ضلعو له خپله برخه ورکړي او قیدیان او لادرکه خلک دې عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي او په سیمه کې دې نوې سرشمېرنه وشي.

د سیمې یو سیاسي او مذهبي مشر مولانا خان زیب، ل وویل چې په سیمه کې د بېقرارۍ له کبله دا لارې د اوږدې مودې راهیسې تړلې پرتې دي چې ورسره دواړو خواوو ته د ولسونو کلتوري او ټولنیز ژوند هم اغېزمن شوی دی.

جرګې دا پرېکړه هم وکړه چې د سیمې د پرمختیا او کاروباري لارو د پرانیستلو لپاره به د ولسي غونډو لړۍ له دوام ورکوي او د سیمې په بیلا بیلو برخو کې به د جرګو له لارې په ولس کې د خپلو وسیلو او ستونزو په اړه بیدارۍ پیدا کوي.

جرګې  ته ویلج کونسل لرګمبت چیرمین سراج الدین خان وویل چې د خپلو اییني او قانوني حقونو لپاره به مبارزې له دوام ورکوي: “دا داسې نه ده چې ګینې یوه جرګه وشوه او خبره ختمه شوه. په دې جرګه کې د عنایت کلي د بازار مشر اعلان وکړ چې بله جرګه به راراوانه جمعه په عنایت کلي کې کوو چې په هغې کې به د ماموندو، سلارزو، ناوګۍ، چارمنګ او اتمان خېلو سیمې ټولو مهمو مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شي او که خیر وي دریمه جرګه به بیا په سلارزو کې کوو.”

د جرګې د غوښتنو په اړه چې مو د ضلعي انتظامیې د چارواکیو نه پوښتنه وکړله نو دهغوی وینا وه چې دا معامله د دوو حکومتونو تر مینځ ده نو په دغه اړه ټولې فیصلې هم وفاقي حکومت کوي. د ناوګۍ مرستیال کمېشنر بلال ناصر وویل د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، د کلیز پرمختیايي پلان لاندی یې په سیمه کې د کاروبار د ودې لپاره هلې ځلې روانې کړي دي خو افغانستان سره د لارو پرانیستلو پریکړه به لوړ پوړي حکومتي او امنیتي چارواکي کوي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د اوږدې بیقرارۍ، سیاسي بدلون او د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې د ترهګرۍ د پېښو او پوځي عملیاتو له کبله د خلکو ژوند ژواک او کاروبارونو ته لوی تاوانونه رسېدلي دي او د دواړو هیوادونو تر مینځ د کاروبار او تګ راتګ ډیرې لارې له اوږدې مودې راهیسې تړلي پرتې دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.