د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف د ملک نوے وزيراعظم منتخب شويدې

د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف د ملک نوے وزيراعظم منتخب شويدې، شهبازشريف ته قامي اسمبلې کښې يو سل څلور اوويا ووټونه ميلاؤ شويدي،نو منتخب وزيراعظم شهباز شريف ايوان صدر کښې د خپلې څوکۍ سوګند اخيستې او قائم مقام صدر صادق سنجراني هغه نه حلف پورته کړيدې، حلف بردارۍ دستوره کښې بلاول بهټو،مولانا فضل الرحمان ،مريم نواز او د اپوزيشن جماعتونو نورو مشرانو ګنړ شمير کښې شرکت کړېدې
عمران خان خلاف تحريک عدم اعتماد کاميابۍ نه پس قامي اسمبلۍ کښې د نوے وزيراعظم لپاره ووټنګ عمل سرته ته رسيدلې دې دووټنګ عمل نه پاکستان تحريک انصاف اراکينو مکمل بائيکاټ کړې وو چې لوجې ئې شهبازشريف بلا مقابله د ملک دري ويشتم وزيراعظم منتخب شويدې شهبازشريف قامي اسمبلې کښې يو سل څلور اوويا ووټونه اخيستې دي د سپيکر ذمه واريانې ترسره کونکې د مسلم ليګ ن رهنما ايازصادق د شهبازشريف د پاکستان وزيراعظم منتخب کيدو باقاعده اعلان کړې او بيا ايوان کښې موجود د ن ليګ او متحده اپوزيشن اراکينو شهبازشريف ته اومبارکې هم ورکړيدي وزيراعظم منتخب کيدو نه پس شهبازشريف قامي اسمبلې کښې د متحده اپوزيشن ټولو مشرانو سره جدا جدا ميلاؤ شوې او د هغوي شکريه ئې ادا کړيده قامي اسمبلې کښې د وزيراعظم منتخب کيدو نه پس ايوان صدر کښې د حلف بردارې دستوره شوې چې پکښې نو منتخب وزيراعظم شهبازشريف د خپلې څوکې حلف اخيستې دې د صدر مملکت عارف علوي ناجوړتيا لوجې قائم مقام صدر صادق سنجراني وزيراعظم شهبازشريف نه د هغه د څوکۍ سوګند پورته کړېدې حلف بردارې دستوره کښې بلاول بهټوزرداري، مولانا فضل الرحمان، مريم نوازشريف، عليم خان ،سردار اختر مينګل او د متحده اپوزيشن نور مشرانو ګنړ شمير کښې ګډون کړيدې

Leave A Reply

Your email address will not be published.