د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له یوه لوړ پوړي پلاوي سره کابل ته رسېدلی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له یوه لوړ پوړي پلاوي سره کابل ته رسېدلی دی. ښاغلي نقوي د طالبانو حکومت د کورنیو چارو او نورو امنیتي اداروې له مشرانو سره خبرې کړي. له طالبانو سره د پاکستان دولت د اړیکو له ترینګلتیا وروسته تېرو څو ورځو کې دا دویم پلاوی دی چې افغانستان ته سفر کوي. اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ مېشت ځایونه افغانستان کې دي، څه چې د طالبانو حکومت یې ردوي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سراج الدین حقاني “د اړیکو پراخولو او د ښې همکارۍ لپاره د زمینې په مساعدولو کې د داسې سفرونو کېدل ګټور وبلل.” د قانع په وینا د طالبانو د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر پاکستاني وزیر سره خبرو کې “د ستونزو د حل کيلي اعتماد و باله او زياته کړه چې هر مشکل د باور د فضاء په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی.”




