نااهلي د قسمت په حساب اچول، یوه خطرناکه فکري ناروغي

لیک: صاحبــزادہ مــفـتــي عــطــاء الله
زمونږ په مــعاشـره کښې یوه ډېره خطرنــاکه د سوچ او فکر ناروغي/بیماري روانه ده. هغه دا چې کله هم کومـه ستــونـځه، مصیــبت یا نقصــان راپېښ شي، نو مونږ سمدستي هغه د “قدرتي آفت” یا “د خدائي فېصلې” په نوم یادوو، او په دې خاطر خپل او د خپلو حکومت د نااهلۍ او غلطیو څخه پـام اړوو.
د جمعې په خطبو کښې ملان صاحبان، په عامو مجلسونو کښې تبلیغیان حضرات، او دغه شان زمونږ عامه دینداره طبقه هم په خپلو ویناګانو کښې اکثره وخت همداسې وائي. دوي ټول داسې تاثر ورکوي لکه چې په راغلو آفتــونو کښې د انسان د غلطیو او کوتاهیانو هېــڅ رول نشته. او ګنې د جزا او بدلې ځاے آخرت نۀ، بلکې دنیا دے.
لــویه د افسوس خبره ده چې دا سوچ او رویه یواځې په ساده او بېتعلیمه خلقو پورې محدوده نۀ ده، بلکې ډېر د پوهې خاوندان، ملایان او دیني مشران هم په بېشعوره توګه دا فکر د خلقو په ذهنونو کښې مضبوطوي.
اسلام او د اسبابو تصور
د اسلام اساسي/بنیادي تعلیم دا دے چې دنیا د اسبابو ځاے دے. الله تعالی دا دنیا په یوه منظم نظام او د اسبابو په بنیاد چلوي. قران کریم کښې په ۲۷مه سپاره کښې راغلي دي چې:
إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ (القمر:49)
“یقینًا مونږ هر څه په ټاکلي اندازه پیدا کړي دي.”
د اسبابو د خپلولو یا پرېښودو په نتیجه کښې یو څۀ خو به ضرور کېږي، ځکه الله پاک په شیانو کښې یو فطري تاثیر ایښے دے. د مثال په توګه اور د سوځولو لپاره دے، چاقو او چاړه د پرې کولو لپاره، او د حد نه زیاتې اوبه د هلاکت لپاره دي.
ها! دا یوه خبره شتـه چې الله په خپل پوره قدرت سره کله کله دا تاثیرات بدلوي، چې هغي ته معجزه (د پېغمبرانو لپاره) یا کرامت (د اولیاوو لپاره) وائي.
خو دا پېښې ډېرې کمې وي، او عمومي قانون نۀ وي.
حتی پېغمبران هم د دنیا د دې قانون سره مخ شوي دي. ځینې پېغمبران د هغې زمانې ظالمانو په اره پرې کړل او شهیدان ئې کړل، ځکه د ارې کار پرې کول دی او کله چې هغه د نبي په بدن استعمال شوه، خپل کار ئې اوکړ.
دا په دې حقیقت یو روښانه ثبوت دے چې د اسبابو تاثیر له پامه غورځول د اســلام نــظریــه نۀ ده.
د تــرقي یــافتــه قــومــونــو طــرز عمــل
د نړۍ پرمختللي قومونه په دې بحث نۀ کوي چې فلانکۍ ستونزه ازمایښت دے که عذاب، بلکې دوي د الله ورکړل شوي عقل او وسایل استعمالوي. د مثال په توګه: دوي مصنوعي بارانونه جوړوي، د دې لپاره چې قحطي او وچکالي ختمه کړي. په زلزلو کښې د نقصانونو/زیانونو تقریباً ډېر حده پورې ئې مخه نیــولې ده، ځکه چې دوې په محفوظه طریقو د تعمیراتو/آبادیانو/ودانیو تــرتیــب برابر کړے دے، او د آفت د راتلو نه مخکې ئې د خطر د پېشګي خبرتیا سیسټمونه هم جوړ کړي دي.
د مثال په توګه جاپان: جاپان د ځمکې په څلورو لویو پلیټونو باندې پروت دے، چېرته چې زلزلې عامې دي. خو جاپاني ملت د زلزلې په وړاندې مضبوط تعمیرونه او ودانۍ او د پېشګي خطر د خبرتیا سیسټمونه د خپلو عوامو د پاره جوړ کړي دي، نو په نتیجه کښې هلته د زلزلو باوجود نقصانات ۹۹٪ کم شوي دي. دا د خداے ورکړل شوي عقل او وسایلو صحیح استعمال دے.
دغه شان په ملايشيا او نورو ډېرو ملکونو کښې تقريباً ټول کال باران وریږي خو هېڅ شے نۀ ډوبېږي، په داسې حال کښې چې زمونږ په هېواد کښې کله چې هم لږ د اندازې نه ډېر باران راشي، نو بیا ئې دا حال وي کوم چې مونږ ولید، ځکه چې دلته د اوبو د نکاسۍ/وتلو سمه لاره نه وي.
زمونږ حال: نااهلي او ځان د قسته دوکه کول
زمونږ په ټولنه کښې کله چې هم کومه پېښه یا آفت راځي، مونږ سمدستي دا پوښتنه کوو چې:
“دا ازمایښت دے که عذاب؟”
“دا زمونږ د بدو عملونو نتیجه ده که د الله له خوا یو خبردارے؟”
خو مونږ هېڅکله دا پوښتنه نۀ کوو چې:
ایا مونږ په وخت اسبــاب اختــیار کړي وو؟
ایا مونږ د انســاني ژونــد د ساتنې لپاره نظام جوړ کړے دے؟
ایا مونږ سائنس او ټیکنالوژۍ ته توجه کړې چې مونږ له زیانونو خلاص کړي یا ئې نقصان کم شي؟
مونږ د خپلې بېنظمۍ، کرپشن، بېعملۍ او نااهلۍ پرده ساتلو لپاره سمدستي د قدرت نوم اخلو، په داسې حال کښې چې الله تعالی په قران کښې انسان ته د تدبیر په اړه د عمل کولو حکم کړے دے:
وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى (النجم:39)
“او انسان ته یواځې هغه څه ترلاسه کېږي چې د هغه لپاره یې کوشش کړے وي.”
ځینې وچ/خشک ذهن لرونکي ساده ګان خلق وائي چې د دې ټولو طبیعي آفتونو او مصیبتونو سبب صرف او صرف زمونږ بد اعمال دي.
دوي ته دوه جوابه ورکوو: یو انکاری جواب او بل تسلیمي جواب.
انکاري جواب خو دا دے چې هر مصیبت ته یواځې د عذاب په سترګه کتل او د خپلې نااهلۍ لپاره بهانه کول سم کار نۀ دے. ځکه که هر مصیبت د ګناهونو سبب بولي، نو د دې مصیبتونو د سبب په باره کې ستا د دعوې بالکل برعکس دلیل وړاندې کوو.
هغه دا دی چې په سنن الترمذي حدیث نمبر ۲۳۹۸ او ابن ماجة حدیث نمبر ۴۰۲۳ کښې راغلي دي:
د حضرت سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما عرض وکړ: اې د الله رسول ﷺ! په خلقو کښې تر ټولو سخته ازموینه د چا ده؟ هغه ﷺ وویل: د پېغمبرانو علیهم الصلاة والسلام، بیا وروسته هغو کسانو چې هغوی ته نږدې دي. انسان د خپل دیني حالت مطابق ازمایل کېږي، نو که یې ایمان مضبوط وي، ازموینه ئې هم سخته وي، او که ئې په دین کښې کمزوري وي، د خپل دین په اندازه ازمویل کېږي.
نو دا حدیث خو په دې دلالت کوي چې مصیبتونه او آفتونه یواځې د ګناهونو د وجې نۀ راځي، بلکې الله خپل نیکان بندګان هم ازمایي ددې لپاره چې ګناهونه ئې معاف او درجات یې لوړ شي. نو د دې حدیث په رڼا کې خو پښتون ملت بیخي زبرګان دي، ځکه دا ملت هر وخت په څۀ نه څۀ شکل کښې د مصیبتونو سره مخامخ وي.
او دویم جواب په تسلیمي شکل کښې دا دے چې د دوي دا خبره هم یو څه حده پورې سمه ده، ځکه چې ددې افتونو د ټولو لوے سبب هم زمونږ ځینې عملونه دي.
خو دا ياد ساتئ چې هغه بد عملونه نه یادوم کومو ته چې دوی یواځې اشارې کوي.
د نورو بدو عملونو سره سره، مونږ انسانان د خپلو هغو بدو عملونو له وجې هلاک کېږو چې کوم مونږ بېخي بدعملي نۀ شمېرو، لکه ځنګلونه تباه کول، د صنعتي پرمختګ په نوم فضا ته زهرجن ګېسونه لېږل، د خواژو پاکو اوبو بېحسابه استعمال کول، د کرنې ځمکې په ټاونونو بدلول، د سیندونو او او ويالو طبیعي لارې بدلول، او د هغوی په مینځ کښې کورونه او ودانۍ جوړول.
د حل لاره: مونږ باید څه اوکړو؟
د قضا و قدر سمه پوهه پیدا کړو، چې الله دا دنیا د اسبابو پر نظام چلوي . د دې وجې نه اسباب نۀ اختیارول وچه بېوقوفي ده.
دیني او علمي مشران باید خلقو ته د اسبابو د اختیارولو او د بېعملۍ نه د پرهیز درس ورکړي، په خصوصي توګه د حقوق العباد (د بندګانو په حقوقو) باندې بار بار خبره وشي.
په سائنس او ټیکنالوژۍ کښې مهارت حاصل کړو، د دې لپاره چې د طبیعي آفتونو له وجې زیان او نقصان کم شي.
خلک وپوهوو چې مونږ د ازمایښت یا عذاب په اړه فېصله نۀ شو کولے، خو د زیانونو کمولو اسباب زمونږ په واک کښې دي.
الله دې مونږ ته د تدبیر او عمل توفیق راکړي. آمین.



