ګراني او کلتور

ليک: انور نګار

د ګرانۍ د زياتېدو يو شمېر لاملونه دي چې په هغې کښې يو اهم د طلب او رسد (Supply and Demand) توازن دې. يعنې کله چې يو څېز مارکيټ ته په زياته پېمانه راځي او خرڅ ئې د پېداوار په نسبت کم وي، نو داسې ئې نرخ راغورځېږي. بل خواه کله چې د يو څېز استعمال زيات او پېداوار کم شي نو نرخ ئې په بره ځي. ددې توازن په ځاې ساتلو لپاره منصوبه بندۍ ته اړتیا وي چې د هر څېز پېداوار دې د استعمال کچ ته راوستې شي نو بيا د ګرانۍ مخه نيول کېدی شي. دويم د ګرانۍ يو سبب د شيانو ذخیره کول (Hoarding) دي. دا عمل غټ سوداګر د زياتې ګټې په خاطر کوي، هغوي په غټ کچ د ضرورت شیان خوندي کړي او کله چې په بازار کښې طلب زيات شي نو بيا ئې په ګرانه بیه خرڅ کړي. د ګرانۍ دريم سبب د سرکار له خوا درانه ټېکسونه وي، دا يو ښکاره حقيقت دې چې د حکومت آمدن هم دا بالواسطه او بلاواسطه ټېکسونه دي او ددې نه ټول ضرورتونه پوره کوي خو چې کله دا د حد نه واوړي نو نتيجه ئې د ډېرې ګرانۍ په صورت کښې راوځي. د ذکر شويو لاملونو نېغ په نېغه تعلق د حکومت سره دې يعنې دا د سرکار ذمه واري جوړېږي چې د آبادۍ په تناظر کښې د ټول کال ضرورت په نظر کښې ونيسي او د هغې په رڼا کښې د پېداوار لپاره ګامونه پورته کړي. او که د کوم څېز د مطلوبه مقدار پېداوار په مقامي کچ ممکن نه وي نو چې بيا هغه آئټم په وخت د بهر نه راوغوښتے شي. هم دا رنګه د شيانو د ذخیره کولو مخه نيول هم د سرکار ذمه واري ده، که داسې نه وي نو اولس به د غټو سوداګرو او سرمايه دارو په رحم و کرم ژوند کوي، د غريب ژوند به ورځ په ورځ لا ښه ګرانېږي او د سرمايه دارو بېنکونه به پړسېږي. بل دا چې په ټېکس لګولو کښې د اعتدال لمن پرې نه ښودې شي. ځېنې وخت داسې وشي چې په يو شي د سرکار له اړخه لګولې ټېکس د خپل اصل نرخ نه هم زيات شي. دا که يو اړخ د اولس سره ظلم دې نو بل پلؤ تجارت هم ودې ته نه پرېږدي.د بره تمهيد په رڼا کښې حکومت د ګرانۍ په حواله پوره په پوره پړ دې او که خپله ذمه واري په سمه توګه ترسره نه کړي نو د خلکو ژوند د سختو کړمو سره مخ کېږي، خو که اولس په اجتماعي ډول په دې اړه فکر او عمل وکړي نو په خپلو ستونزو کښې کمې راوستې شي. په نورو ټکو کښې خپل کلتور ته رجوع او د خپل څادر سره خپې غزول د يو شمېر ستونزو د حل سامان لري. لکه د مثال په توګه واده ښادي، نن صبا مونږ ته د پرديو پېښو (نقل) له امله د واده نه غم جوړ شوې دې. تاسو لږ درک وکړئ نو در معلومه به شي چې څه موده وړاندې به زمونږ د زنانوؤ ټول کالي د سپینو وو، خو مونږ د فیصل اباد، لاهور او کراچۍ د سرمايه دارو په اتباع کښې د زرو په کالېو لاس پورې کړو، نو اوس ئې نه په سر رسولې شو او نه پرېښودې. د واده د ډوډۍ لپاره به خلکو په کور کښې سخے، سخوندر، ګډ ساتلو. خپل څاروې به ئې حلال کړو او خړه ښورواه به په مېلمنو وخوړې شوه. دلته هم پردو نقلونو رواج موندلې دې. لکه د غوښې سره ورېژې، شنې مېوې، خوږې، بوتلې او نور. په داسې حال کښې بيا د واده قرضونه په کلونو نه خلاصېږي. که بل اړخ ته وګورو نو هر څوک به پخوا واده له په خوشحالۍ او په آسانه تلې شو. د نارينوؤ د ډالۍ خو رواج نه وو ( ځېنې نزدې دوستانو به ډله بېوله او ځان سره به ئې ګډ ګډورې بوتلو) ، البته ښځو به په ډالۍ کښې د خپل پټي کومه غله لکه غنم، جوار يا وربشې وړې او د واده کور به ورته لږه ډېره مېوه دانه ورکړه او قیصه ختمه. اوس نه پوهېږم چې د وریژو ، چینۍ د بورو او غوړو د ټېمانو دستور د چا دې؟ خو بس مونږ د مغزو نه خلاص مخلوق خپل کړې او اوس شرمېږو. يو بل بې ځاې او بې منطقه رسم په شادي هال کښې د واده هم دې، دا خو د هغه خلکو د پاره مناسب دې چې حجره، ډبه او پټې نه لري. اوس نو دا څومره د عقل نه لرې خبره ده چې يو څوک په سوات، باجوړ، دېر، بنو وغيره کښې ښه غټه حجره، ډبه، دالان، پټې لري او ځي چرته په ښار کښې واده له شادي هال په ګرانه کرايه نيسي. په دې پسې ماته يو حکايت راياد شو چې چا د فټ بال نه پوښتنه وکړه چې دا هر سړې دې ولې په لته وهي؟ نو د فټ بال جواب وو چې زه د دننه نه ډډ يم. مونږ د خپل کلتوري احساس په حواله د دننه نه ډډ يو، ګنې دا ښکاره لېونتوب نه دې چې څه خلک د کوهاټ، بنو، باجوړ، سوات ، مردان يا دېر وغيره نه روان شي چې په پېښور کښې خوشحالي لمانځو او په کلي کښې ترې زياتره خپل خپلوان، ياران دوستان او ګاونډيان پاتې شي؟په امروزه ژوند کښې د خوراک څښاک د شيانو ګراني مونږ د ټولو نه زيات زوري، ځکه چې استعمال ئې پرله پسې وي او ژغورنه ترې نه شي کېدې. په دې اړه هم که مونږ لږ زيار وباسو نو خپل اقتصاد له پوره اوګه ورکولې شو. لکه په کور او د کور خوا کښې سبزيانې ټوکول، چرګې چرګان ساتل او د هغې آګۍ او غوښه پکارول، غوا مېښه ساتل او د هغې شوده، ماسته، شوملې، کچ‌ او غوړي کارول، هم دا رنګه واړه څاروې لکه ګډې بزې پالل، چې په ساتلو ئې هم کوم خاص خرچ نه کېږي، خو ستونزه دا ده چې مونږ ټول “بابوګان” يو، په سپينو کښې ګرځو او څوک جامو او لاسو سخا کولو ته تيار نه دي. زمونږ زنانه اوس دومره کم همته، بې هنره او تن آسانه دي چې ماشومانو له قدرې ټوپۍ هم نشي جوړولې، پرتو غاښ هم نه شي بڼلے، تر دې چب کمېص او لوپټه ګل کارۍ له بازار ته استوي. د کور په لوخو لرګو هم مونږ د ضرورت نه زيات خرچ کوؤ او خپل ځاي توکې په کار نه راولو. لکه کټ، چې د خپل غر د لرګې او بوڼ نه جوړېږي او‌‌ که د بازار نه ئې اخلو هم، نو مونږ ته په دوه زره روپۍ تمامېږي، خو مونږ فېشن راغستي يو، کټ نه اخلو او په دېرش، څلوېښت زره بېډ جوړوؤ. هم دا رنګه د خاورې او لرګي د لوخو په ځاې سټيل، سلور او شیشه په کاروؤ. په دې فکر پکار دې چې آيا زمونږ اقتصادي وضع دومره سيالي او فېشن برداشت کولې شي؟ کنه مونږ به ټول عمر ددې لپاره په پردو ښارونو او تودو شګو کښې مزدورۍ کوؤ؟ د جينکو د سينګار سامان واخلئ، دا زمونږه نه درنه سرمايه ډوبوي او د څرمنې د رنځونو يو بنيادي لامل هم دې، خو مونږ په پټو سترګو هر څه قبلوؤ. ګر چې په پښتني کلتور کښې رانجه، دنداسه، خالونه، ګجرې وغيره مونږ ته نزدې نزدې وېړيا پرېوځي او کوم زيان هم نه لري.د درملنې په حواله هم مونږ د کورنېو ټوټکو په کارولو سره پوره پېسه بچت کولې شو. بل مثبت اړخ ئې دا دې چې د خپلو بوټو دارو درمل په بدن بده اغېزه هم نه اچوي. خو د بده مرغه ملټي نيشنل کمپنېو د اشتهارونو په ذریعه مونږ داسې شمکور کړي يو چې څه راته هم نه ښکاري. دا څو مثالونه د نمونې په ډول راوړې شو، ګنې د ژوند په هر اړخ کښې د خپل کلتور په خپلولو او وسيلو کارولو ژوند آسانېدې شي. په نړۍ کښې هر څوک د خپلو وسیلو، موسم او جغرافيه سره سم ژوند تابيا کوي يعنې د خپل څادر سره خپې غزوي خو دا يو پښتون دې چې په ” نقل” روان دې، د مغزو نه کار نه اخلي، تل د زړه مني او سرګردانه ګرځي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.