kra45.cc kra49.at кракен даркнет
بلاګ

د پرائمري د سکول خواږه يادونه!

لیک انجینئر فضل آحد

صحر وختي پاڅيدل د مليشئ توري جامئ آغوستل چائے څکل او پهٔ څلورګوټهٔ توره کپړه کښي خپل کتابونهٔ تړل او د سړے روټي نيمهٔ حصه په کتابونو کښي پټول او بيا سکول ته روانيدل. کله کله به آبئي د کور د چرګو آنډه د صحر په چائيو کښي پخه کړه او په جب کښي به يي راته کيخوده او ويل به يي بچيه کله چي وګئے شي نو بيا د دغه آنډۍ نه کار واخله. کله کله به آبئي د سکول د تګ سره د ګډو بيګار هم تړلي وو. بچيه ګډے ورسره د موسيٰ کمر پورے بوځه او بيا دي سکول ته لاړ شه.

په سکول کښي بهٔ اِسمبلي کيده او د اِسمبلي نهٔ پس به باچا اُستاذ د صفائي کتنه کوله او کومو سټوډنټانو به چي ګنده وو نو هغه ته به يي سزه ورکوله. ذه هم د دغه سزا ښکار شوے يم. اُستاذ…. لاس ونيسه ..يو چوکه دوه چوکئ او دري چوکئ..

د سکول پهٔ کولاوميدان کښي به پهٔ ټراټونو ناسته وه. هر يو کلاس ته به پهٔ دري ښپو ولاړ شين بورډ ليګيدلي وو. په هغه بورډ به په سپين چاک ليک کيدو.

د لرګي د تختئ په يو مخ به مو د اُردو لفظونه او په بل مخ به مو د هندسو ليک راجوړو. د تختئ د ليک د پاره به مو د کور د تناره سړي سکروټي ميده کړي او د هغئ نه به مو توره سياحئ سازه کړه. په دغه سياحئ کښي به مو د ګوړي اِستمعال هم کوو چي سياحئ ټينګه شي

د هندسو د ذده کړو د پاره به مو سليټ په اِستمعال کښي راوستو او په دغه سليټ باندي به مو ليک د شوکانړي په کانړو کوولوو. دغه شوکانړے به مونګ د کلي د غر نه راوړو.

د سکول د ميدان په يو ګوټ کښي به د اُستاذانو محفل جوړ وو او د لسو بجو د چاے به په سټوډنټانو نمبرواري وه. کورته به راغلو او مور به د پراټوسره چائے تيار کړ او اُستاذانو به ډير په مينه وڅکوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button