ډيوډ جونز /بغدادي پير /او بچه سقه! ( نصير احمد احمدي )

ليک :مولانا خانزېب.

زما خبرو رورو په اولس کښې لکه د مار د زهرو تاثير کولو. د لندن د رسالو انځورونه به هم خلکو ته ښودل چې ګورې دا افغانې جينکې دي باچا لندن ته سبق له ليږلي . ېو کس پکښې اوئيل چې ددې جينکو ويښتان خو سره دي او زمونږ د جينکو خو تور وي ما ورته زر اووئيل چې څوک د خنزير غوښه څلوېښت ورځې اوخوري ويښتان ئې هم داسې کيږي پدې جينکو ئې هم د خنزير غوښه خوړلې خلکو به توبې ويستې د باچا د ايډيټنګ په هنر سره د ښځو ترمېنځ جوړ شوي عکسونه به مو هم خلکو ته ښودل چې ګورې ستاسو باچا په لويديځ کښې د نامحرم بربنډو ښځو سره ګرځي. په خلکو رورر اثر خورېدو ۔ څه وخت پس مونږ ته خطره محسوسه شوه په نيمه شپه اووتلو، خو په نيمه لاره کښې پوځيانو وونيولو اؤ واپس ئي غار ته راوستو.
خلکو چرته په پير ګل دا ګمان کولې شو، په پوځيانو ئي حمله اوکړه او مونږ ئي راخلاص کړو. ملک پېنده خان رانه هغه نسخه بېا اوغوښتنه ټوله مې زر ورکړه مائل داد کوه قاف نه پيرېانو راوړې ملک پېنده خان څه کسان راسره کړل او پېښور ته راورسيدو.
په يو لوېشت ږیره مې نور څه کول! چاړه مې پرې تيره کړه.
چانسلر يو کال رخصتي راکړه، رخصتي مې لا نه وه پوره چې بيرته ئې څه وخت پس لاهور ته راوغوښتم.
چانسلر يو عکس راته ونيو چې يو خیرن ځوان ولاړ وو، توره ږيره اوپټکې ئې وو. چانسلر ووئېل چې هم دا سړې به زمونږ ويشلي خشاک ته اور لګوی.
حبيب الله ئې نوم دې خو د ،بچه سقه، سقاؤ په ځوي مشهور دې پلار ئې پخوا د پېښور په کوڅو کښې ،مشکي ،کوله، مختلفو ځایونو کښې د غلا ملزم دې په پېښور کښې د سرزور ېو دکان ئې هم لوټ کړې وو او د امان الله خان په ضد دې، ډیر کار ترې اغستي شو. سړی مو خوشې کړو، د انګريز له خوا ېو جوړ شوي ملنګ ورته په لار کښې اووئل، چې ته به ېو وخت د افغانستان باچا شې ېو ځائې ورته اوښودو وائل هلته خزانه به وي روې باسه بچه سقه چې هغه ځائې اوکنستو نو پيرنګېانو پکښې ټوپکې او کالتوس خخ کړي وو هغه ئې غیبي مرسته اوګنړله او رويستل.
دا سړي کابل ته لاړ، غلاګانې شوکې شروع کړي او په لګ وخت کښې ئې ډېر مرګري پيدا کړل. امان الله خان دې په پوځ کښې شامل کړو بله ورځ ئې يو پوځي افسر وویشت، امان الله خان ئې په سر انعام وټاکه، خو د سقاو ځوي پسې د شور بازار حضرتان عمر مجددي دي لاړ داد تېر وخت صبغت الله مجددي نيکه وو.زه بیا ملنګ شوم او هغه زړې غار ته لاړم، خانانو او ملکانانو سره اوغږېدم، د سقاو ځوي مې د ټولو مشکلاتو حل ګانړه، خلک هسې هم ډک وو زما خبرو نور هم وپړسول، لښکر تيار شو، ۳۰۰ ځوانان مې د کابل شمال ته د ځان سره په مخه کړه.
د سقاو ځوي مې په ېو زړه قلا کښې ولېد، ځان ئې د افغانستان باچا ګنړو د خپلې باچاهي په اړه ئې د کراماتو خبرې کولې . ګرم هم نه وو پيرانو، ملنګانو، ملايانو، حضرتانو، په غلا تورنو حاکمانو، له وظيفې شړل شوي وزيرانو ټولو د امان الله خان ورکېدو غوښتنه کوله.
جلسې نیول کېدې،فسادونه شروع شول، د سقاو زوي ته ځنو شیخانو د خادم دين رسول الله لقب ورکړو. د سقاو زوي زرګونه کسانو سره د کابل پر ښار ورغللل امان الله خان د غزني خوا ته مخه کړه.
څو ورځې وروسته احوال راغې چې خادم دین رسول الله خلکو ته خپل اصلاحي پروګرامونه تشريح کوي که چا به د امان الله خان سره د غازي نوم ېو کړو سمدستي به ئې تې سر وهلو.
زه لاړم له علماؤ سره کېناستم. لومړي د شور بازار حضرت وغږېد، د حبيب الله ستاينه ئې وکړه چې هم ده له کوپره راوويست.
بېا حبيب الله ودريد خپلې کارنامې ئې شروع کړي، وائيل ئې چې د امان الله خان بت پرستي او کوپر د دې سبب شو چې د هغه په ضد راپورته شو. اول کمزوري وو نورلس کسان اوڅورلس زره روپۍ وې راسره خو بيا ملائکې مرستې ته راغلي او غېبي مدد اوشو خپله خزانه به په پوځ او مولانو خرچ کوم.د جينکو مکتبونه ئې زر بند کړل، بچه سقه زياته کړه ! هلکان دې هم نور د مکتب په ځائې مدرسو ته لاړ شي د روغتون عدالت او تعليم اړتېا هم نوره نشته پيران به نور خلک په دمونو ښه کوي .
نور په کابل کښې کوپري هيوادونه د سفارت حق نه لري صرف انګرېزان سفارت لرلې شي، ځکه دوئي له مونږ سره په ګډه کاپر باچا راوپرځوو خلکو ته ئې اووئيل نور چرګان او زرکان آزاد جنګوې ځکه چې د افغانستان باچا نور زه ېم په ارګ چورتالان اوشو د امان الله خان د کرسې ېو سپرنګ مې اوليدو قالينونه او ټول قيمتي سامانونه خلکو تښتولي وو په ښار کښې بازارونه هم لوټ کړې شوې وو.
په دوه ګړو کښې اتيا کسان محاکمه کړې شول. ځنې ئې زندان ته وليږل، نورو ته ئې د مرګ حکم واوروو د کابل ميوزيم مشر ته هم د مرګ سزا واورول شوه ځکه چې وائل دې د کابل د غټې بت خانې ساتونکې وو وزير خزانه هاشم خان ته هم د مرګ سزا واورول شوه ځکه وائل ده د کافرو معاشي نظام روړې وو هغه چغې اوکړې وائل زه مسلمان ېم.
پېښور ته له تګه يو ورځ مخکښې ارګ ته لاړم، په چمنونو کښې د ښکلا بوټي ډول ډول ګلان، چمن له بېخه ايستل کيدل، د سقاو ځوي حکم کړی وو چې ددې ګلانو په ځائې نورې سبزې وکرئ دا ګلان خو خوړل نشي.
ښار ته لاړم د پخوا غوندې نظافت نه وو ګندونه ډېرانونه پراته وو ډېر کسان په لارو کوڅو کښې ميتېازو ته کېناستل، لارې کوڅې له شنو چادريو ډکې وې، ښځو، ماشومانو، او ځوانوجينکو سوال کوو. زه ډېر خوشال شوم ځکه چې ماته وائل شوې وو چې کله دې هم په دهنده کښې په چا زړه اوسوزوو نو دا به د برطانيې سره خيانت وي د کابل ښار وران ويجاړ پروت وو نور ماته اړتيا نه وه ځکه چې مونږ څه غوښتل هغه مو ترسره کړې وو نو خپل هېواد ته ډېر په وياړ سره ستون شوم ځکه چې پښتانه مې د ېو نړۍ وال باچا نه ډېر په آسانه خلاص کړل .
اوس زه اویا کلن ېم، د مور د مړي سپارلو له ېو ورځ ايټاليې ته تلې ووم، امان الله خان سره مې ملاقات وکړو په ېو پارک کښی ناست وو د کوټ بټنې ټولې تړل شوې وې ماشومانو فټ بال کوو بال راغلی دده په اخبار اولګېدو ماشوم تې مافي اوغوښتنه د ورته په سر لاس کېښود بېا رانه پاڅېدو ما ورته غږ کړو مېلمه پرېدې او ځې رالې غاړه ئې راکړه مائل زه انګرېز ېم حېران شو وائل انګرېز او دومره ښه پښتو ما وائل زه ډېوډ جونز ېم په ۱۹۱۹ کښې درسره په ارګ کښې ميلاؤ شوې ووم بېا په خندا شو وائل اوس هم رانه نه قلارېږې . ماورته اووئيل زه اوس فارغ شوې ېم . پخواني باچا د ښار په ټولو غريبه برخه کښې اوسېدو. کور ته ئې بوتلم امان الله ځه د لاسه اونيولم وائل راځه کور ته دې بوزم چې دا سوچ اونه کړې چې په پردي هېواد کښې بوډا افغان ېم او مېلمستيا مې هېره کړې امان الله خان راته اووئيل چې ما او تا دوه ځل ميلاؤ شوي وو . په خبرو کښې امان الله خان سړه ساه وايسته: وائل اې پرنګيانو ! حق مو وو، وطن مو راغرق کړو کامېاب شوې.
ومې خاندل: ته هم ګرم وې بيخي ډېر تېز تلې.
غازي امان الله خان اوئيل !
سم وائې! زه تیز تلم، ځکه وخت کم وو، ما وائیل چې په خپل ژوند کښې یو پرمختللی افغانستان ووینم. داسې وطن چې اوسیدونکي يي ددې خلکو په څیر ارام ژوند ولري، لوږه ونه پيژني، تعلیم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ورمالوم وي، په کورونو کښې د مورچو د جوړولو په ځائې د کتابونو ځائې جوړ کړي. نور ئي په یوه او بل نوم غلط نه کړي.
امان الله خان دا هم اوئيل چې ما خپلو خلکو د ژوند اسانتیاګانې راوستل غوښتل لوېه ستونزه د خلکو بې علمي او بې سوادي وه زمونږ خلک په هرڅه کښې مذهب رچوي .
غلی شو، يودم ئې وخندل:
يو وخت څو سپين ږيرې ارګ ته راغلل، دوئي په کابل کښې روان رېل ليدلې وو.
غصه يې نه کنټرولېده، وائيل ئې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامارروستې، خوراک ئې اور دې، شيطان ئې چلوي.
ورسره پخپله ووتم، په رېل کښې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوهه مې کړل چې ريل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال له پاره تر ټولو ارزانه او
ګټوره لاره ده.ورته ومې ويل چې دا رېل له اوسپنې او لرګو جوړ دې.
د غره د کانړو په سکرو کار کوي، بنيادم ئې چلوي.هر څه ئې په خپلو سترګووليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته ئې همااغه پخوانې خبره راواخيسته، تور شيطان او د اوسپنې ښامار !!! ځکه ما افغانان تعليم ېافته کول غوښتل خو ددوئې بې سوادې هرڅه وران کړل . ملکه ثرېا راته اووئيل چې امان الله خان چې کله دوطن نه راتلو نو لږه خاوره ئې ورسره راوړه هغه ئې په بالښت کښې اچولې او سر ته ئې ګدي وائي ددې خوشبو سره زه ښه کېږم ېو د لويديځ پوهاند وائي ده افغانانو دا لوېه بدمرغي وه چې د امان الله خان پشان سپېځلې سړې اوبائللو . ملکې اووئيل چې دا هم وائي چې که مړ شوم او دلته مو خخ کړم نو د وطن دا خاوره راسره په قبر کښې خخه کړې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.