د کتاب نړۍ واله ورځ.

کتابونه د فټ پات په سينه بوج دې
پېزارونه په دکان کښې ميلاوېږي.

مولانا خانزېب.

کله چې ېو ټولنه د کتاب سره مينه کوي نو ته پوهه شه چې دوئي خپلې ستونزې او وسائل پیژني او د حل توان ئې هم لري خو چې کله ټولنه کتاب دشمنه وي لکه د پښتنو ټولنه نو نه به خپلې ستونزې پېژني او نه د حل لارې چارې . سائنس پوهان وائي چې په کم کور کښې د اتېا پورې کتابونه وي نو دهغه کور والا خلکو خوئي خصلت به د نورو هغه خلکو نه ډېر بدل وي څوک چې کتاب نه پېژني . پښتو تر دې دمه پښتنو لیکوالانو پخپل همت پرته د کم رېاستي مرستې د زمانو نه رارسولې خو دغه ليکوالان هم د غربت سره د ډېرو ستونزو ښکار وي خو بېا هم چې پښتانه ليکوالان کتاب پخپل وس همت چاپ کړي نو بېا ئې اخيستونکي نه وي چې د مجبورې نه ليکوال کله ېو چا او کله بل چاته ته ډالې کوي ليکوالانو له عامو خلکو ته دا د ډالو رواېت ختمول غواړي ځکه چې بې پېسو کتاب خلکو ته ډېر ناقدره ښکاري.
د ګرانې علت د نه کتاب کتنې لامل نه دې ځکه چې په کتاب باندې د ژوند په برخه کښې د خوراک او جامو په نسبت ډېرې کمې روپې ځي.
کتاب هغه ستر او نه ختمېدونکې کان دې ، چې هر څومره ئې راسپړې ، دانسان په پوهه ، علم ، فکر او عقل کښې نوې د برېا لارې چارې پرانستل کېږي ، د بريا په لور خوځنده ګامونه هغه څوک اوچتولي شي چې د علم او د پوهې په ګاڼه سمبال وي .د علم او پوهې لاس ته راوړنه په شرعي او ټولنيز ډول د هر انسان طبعي حق دې.
د کتابونو په نړۍ واله ورځ د خپلې مورنۍ ژبې ليکوالو ته د درنښت نه ډکې پېروزنې وړاندې کوو زه ځان کم ليکوال نه ګنړم خو په وطن چې پېښ دي څه روان دي نو پدې کښې د خپلې خاورې او تاريخ په ځان مسئوليت ګنړو چې که ډېر څه نه شو نو کم نه کم پخپله مورنۍ ژبه کښې دې د ليک په وسيله خپله ونډه ګډه کو. په پښتنه ټولنه کښې کتاب ته لار کولاول خپله ټولنه د کتاب او شعور په لار روانول لا ډېر مزل غواړي .
زمونږ د ټولنې د کتاب او شعور په ډګر د پرمختګ لپاره به دا مثال پوره وي چې ما په پښتنو کښې د خپلې سيمې په تاريخ چې کم ړومبې په پښتو ژبه کښې کتاب ليکلې نو د خپلې سيمې په شل لاکهه وګړو کښې زر کاپې په دوه کاله کښې چا لا نه دي اخيستي .
چې څوک مې ويني نو هر کس دا غوښتنه لري مونږ له به خپل کتاب کله راکې ؟
ېو ورځ راته ېو کس وائي کتاب دې ښه کار کړې خو په پښتنو څه کې مړه چرته د ،دين ، کتاب به دې ليکلې وې .
د کتاب د درک موندلو په اړه راته زياتره هغه خلک تماس نيسي چې کله ئې د پولې پټي لانجه شي د خپل ،خېل ټبر قبیلې ، تاريخ ورته نه وائي مالوم نو وائي ېره ستا کتاب به چرته وي ؟ زمونږ د تربورانو سره لانجه ده خپله شجره پکښې ګورو !
زه ورته وائم روره ما د چا د شجرو لانجمن کار نه دې کړې ما د خاورې تاريخ ليکلې .
ددې هرڅه سره مو حوصله لوړه ده ان شاء الله د خپلې ژبې خذمت به کؤو او دغه لړې به روانه وي .

پدې اړوند يو پوهاند داسې وائې : هر انسان بائد کتابونه ولري ، او که داسی ېو کس پېدا شي چې کتابونه نلري نو دوستي دې د داسې ېو پوهاند سره وکړي چې ډېر کتابونه ولري او هر وخت په مطالعه بوخت وي سماجي رسانې د زده کړو ېو مترقي وسيله ده خو د بده مرغه سماجي رسانې هم د کتاب کتنې نه اوس خلک اوباسي بائد چې مونږ هرڅه د ېو ترتيب تابع اوګرځؤ ځکه چې په سماجي رسانو کښې د کتابي علم تش شل سلنه برخه خوندي ده نور علم په کتابونو کښې پروت دې سماجي رسانې چرې هم د کتاب بدیل نشي کېدې .
د ګوګل د سروې ترمخه په پاکستان کښې کتاب کتنه ډېره په ټيټه کچه ده ځکه څلوېښت سلنه وګړي بې سواده دي په سماجي رسنۍ کښې چې د پاکستان خلک کم کتابونه ګوري نو زياتره د ، جنسياتو ،مذهبي مالوماتو ،ډول ډول پخکړو خوراکونو ،او د نسيم حجازي ،پشان د خيالي نړۍ سره تړلي ناولې ګوري ،فلسفه ،تاريخ ،او سائنسي ،کتابونه ډېره په کمه کچه کتل کېږي .
په ټول پاکستان کښې څه درې زره سرکاري کتابتونونه دي هغه هم زياتره په پوهنتونونو او پوهنځيو کښې دي د پاکستان په ټول کتابتونونو کښې چې څومره کتابونه دي نو ددې نه څو چنده زيات فقط د امريکې په کتابتون ،کانګرس کتابتون ،کښې دي چې کچه ئې څه شپاړس کروړه څلوېښت لاکهه ده .
په علمي ادارو کښې د ښوونکو ځوانان کتاب کتنې ته نه آماده کول لويه ستونزه ده ځکه د پاکستان د ايزده کړو د ادارو زياتره استاذان د خپل نصابي کتاب نه پرته شاړې وي چې استاذ د فلسفې او جديد سائنسي علومو د کتاب نه ايزده کوونکې ويروي منع کوي نو شعور به څوک خوره وي.

د لويديځ د پرمختګ لپاره دا ېو مثال هم پوره دی چې د په هره محله کښې کتابتون موجود وي په هر کور کښې و وړوکې کتابتون وي په لويدځ کښې کتاب کتنه د ژوند برخه ګنړل شي د پاکستان د اولس لپاره قانون جوړونکي د قامي اسمبلۍ او سينټ فقط شل سلنه وګړي په هغه کتابتون کښې کتاب ګوري چې دلته کښې ورله جوړه کړې شوې اتيا سلنه غړي کتاب نه پېژني ددې نه د ټول اولس د شعور کچه مالومېږي.

د علامہ جاحظ په اړه راځي چې د کتابونو دکاندار له به ئې پېسې ورکولې کله به چې هغه دکان بند کړو نو جاحظ به په دکان کښې شپه وه ټوله شپه به ئې کتابونه کتل د 92 نوي کالو په عمر کښې ېو کتاب د تونړې نه رخيستو چې تونړې پې رولوېده او د کتابونو لاندې ساه ورکړه.
علامه ابن رشد وائي ما په ژوند کښې هره شپه کتاب کتلې د ليک بنړه ئې د عمر د ورځې په شمېر پينځه اويا پانړې جوړېږي دوه ورځې رانه وائي کتاب کتنه پاتي شوې وه ېو شپه مې چې کله پلار مړ وو او بله مې د واده شپه وه ! امام غزالي وائي چې د بېخونده مرګري نه ځان له ښه ئې او د ځانلوالي نه د کتاب سره. ېو چيني متل دې چې درې ورځې کتاب اونه ګورې نو په څلورمه ورځ به دې په خوئي کښې بد بدلون راځي . نړې ډېر پرمختګ اوکړو نور به هم اوکړي خو د کتاب خوند او اهمیت درې زره کاله پخوا هم او درې زره کاله پس به هم وي د ځنې څيزونو بديل هيڅکله نه وي د شعور لار پخوا هم کتاب وو او نن هم . کم کتاب اوګورم ! دا پوښتنه خلک ډېره کوي خو دا پوښتنه به هیڅکله تاته پیدا نشي چې کله ته کتاب همېش ګورې ځکه چې د کتاب کتنې په برکت به دا صلاحېت پتا کښې پخپله راځي چې تاله کم کتاب کتل پکار دي د پښتنې ټولنې پشان د نړۍ په ډېرو هېوادونو کښې هم خلک کتاب نه لولي پښتنه ټولنه د غربت او بدامنې له وجې هم کتاب دشمنه ده . بې سوادي، نا امني، بې وزلي او د زده کړې ټيټه کچه ئې اصلي لاملونه دي. د نړۍ د هر قام د پرمختګ تر شا د همدې قام پوهان او لیکوالان لوي لاس لرلي او همدا لیکوالان او پوهان دي چې د خپل قام او اولس د پوهولو لپاره کتابونه لیکي او د کتاب له لارې فکري، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي بدلونونه رامنځته کوي.
که غټ کتابتون نشې جوړولې نو څومره مو چې وس وي دهغې مطابق په کور کښې کتابتون جوړ کړئ د ماشومانو په ذهني کچه کتابتون ډېر مثبت اغېز کوي او کتاب کتنې ته مائل کېږي.
کتاب د پرمختللې، علمي او ټکنالوژیکي نړۍ دروازه ده. علم او پوهه د کتاب په واسطه د زرګونو کلونو نه تر دې ځایه رارسیدلې ده.
اسماني کتابونه او د پيغمبرانو لارښوونې د کتابونو پواسطه او همدارنګه د ټولو فکري او کلتوري میراثونو انتقال، له ېوه نسل نه بل نسل ته د کتاب په بڼه رسېدلې او همېش به داسې وي…

Leave A Reply

Your email address will not be published.