عمران خان وايي داشرف غني حکومت کې دپاکستان په ضد ترهه ګريزې ډلې فعاله وې

پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تور پورې کړيدى چې دافغانستان دپخواني افغان ولسمشر اشرف غني دواکمنۍ په دور کې دافغانستان نه دپاکستان په ضد ترهه ګريز ې ډلې فعاله وې.
عمران خان ويلي په اګست 2021م کې چې امريکا افغانستان پرېښودو نو نو دپاکستان سره زرينه موقعه وه ځکه چې داشرف غني حکومت هند پلوه وه او هلته درې بيلا بيلې ترهه ګريزې ډلې دپاکستان په ضد فعاله وې.
هغه ويلي دوي پريکړې کړې وه چې په افغانستان کې به مداخلت نه کوي، دافغانستان خلک دې خپلې فيصلې پخپله وکړي او هڅه يې وکړه چې دطالبانو او اشرف غني دحکومت ترمينځ کوم سياسي حل راوځي.
په اسلام اباد کې په پاکستان کې تدترهه ګرۍ په چپه کې داضافې په عنوان يو سيمينار ته دوينا په مهال پخواني وزيراعظم وويل( په افغانستان کې) دطالبانو حکومت لمړى حکومت و چې پاکستان پلوه و او او ددوي ورسره اړيکې وې خو دامريکا او اشرف غني دحکومت سره مذاکراتو لپاره پاکستان مينځګړتوب کړى و.
ده وويل کله چې طالبانو ټي ټي پي ته وويل چې پاکستان ته دې بيرته لاړ شي نو دا موقعه وه چې مونږ حل راويستلى وى ځکه چې مونږ ته دتصفيې کولو لپاره دافغانستان دننه دپاکستان پلوي حکومت ضروري وو ځکه چې هغوي به په دوي فشار راوړلو او هغوي پرې فشار هم واچولو
.
پخواني وزيراعظم وويل دافغانستان نه د30ؤ نه 45و زرو پورې خلک بيرته راروان دي چې پکې د5و نه تر 7و زرو پورې جنګيالي دي او مونږ ته هغوي بيا ابادول وو او په خېبرپښتونخوا کې زموږ دملاکنډ مشرانو ويلي وو چې ددوي هلته دشمنۍ شويدي او واپس چې راستانه شي نو مشکل به وي، ددغه هر څه راته معلومه وه خو څه به مو کول، دومره خلق په افغانستان کې نه شو ساتل کيدى ، دوي ته واپس راتلل وو.
عمران خان ويلي ترهه ګري ځکه سيوا کيږي چې موجوده حکومت دې ته پام نه دى ګرځولى او ترټولو زياته خطره په خېبرپښتونخوا کې ده، دپوليسو سره دمقابلې کولو طاقت نشته، په کراچۍ کې اوس هم رينجرز موجود دي حالانکې هلته حالات بيخي مختلف دي
.
پخواني وزيراعظم وويل ځينو وزيرانو ته دافغانستان او ضم شوو ضلعو دصورتحال اندازه نشته او غيرذمه وارانه بيانونه ورکوي، که چرې دافغانستان حکومت مرسته بنده کړه نو ددې اثر به دا وي چې که چرې دترهه ګرۍ جګړه پيل شوه نو بيا به دا دوامداره وي او نه به ودريږي
.
ده وويل ازغن تار دڅو ځايونو څخه ماتيدل پيل شويدي، دافغانستان له حکومت سره مو خبره ولې نه ده کړې؟ خارجه وزير دټولې نړۍ چکرې وهي خو ترټولو مهم خو هغه ته افغانستان ته تګ و.
هغه وويل دافغانستان حکومت به ددوي سره مرسته کوله خو که چرې اوس مو دهغوي سره تعلقات خراب کړل نو دا چې دخپلې نوې ترهه ګرۍ خلاف جګړه پيل کوي دا به عذاب جوړ شي




