kra45.cc kra49.at кракен даркнет
نړۍ

اسلامي امارت امريکه سره دوحه معاهده کړې وه، د کوم ټول لوظونه طالبانو ترسره کړي

اسلامي امارت امريکه سره دوحه  معاهده کړې وه، د کوم ټول لوظونه طالبانو ترسره کړي، افغان حکومت ترجمان لخوا امريکه باندې سختې نيوکې، وائي چې افغان حکومت به هيڅ کله چا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره امريکه او د هاغه اتحاديانو پرضد استعماله کړي، افغانستان کي ټول خلک د معمول ژوند کوي،

د افغان حکومت ترجمان ذبيح الله مجاهد د وائټ هاؤس ترجمان په خبرو سخت غبرګون ښودلې، وئيلي چې افغان حکومت هيڅ يو ملک په اندروني معاملاتو کي مداخلت کولو اراده نه لري، او نۀ بل چا له اجازه ورکوي چې افغانستان په اندروني معاملاتو کي مداخلت اوکي، ذبيح الله مجاهدزياته کړې چې اسلامي امارت افغانستان کي دننه ټولو خلکو ته شرعي حقوق ورکولو ته ژمن دې، افغانستان کي ټولو ښځو، سړو او اقليتونو لپاره ماحول پرامن دې،

د افغانستان بهرني چارو وزارت ترجمان وئيلي چې امريکه کي هم کله مظاهرچيان قانون په خپل لاس کي اخلي، او قانون نافذ کونکي ادارو سره تعاون نه کوي، نو هغو باندې هم امريکي قانون نافذ کونکې ادارې تشدد کوي، دا خبره هم رښتيا ده چې افغانستان کي يو شمير مظاهرے طالبان حکومت په حق کي شوي خو ميډيا هغو مظاهرو ته کوريج نه دې ورکړې

د افغانستان خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي بين الاقوامي ميډيا سره مرکه کړې، مرکه کي زنانه مظاهرچيانو باندې تشدد په اړه سوال شوي، کوم په جواب کي هغه وئيلي چې احتجاج کونکي زنانو ايجنډه دا وه چې هاغه داسې حالات ښکاره کړي چې افغانستان کي جسماني تشدد روان دې، دې لپاره هغو امنيتي فورسز سره تعاون نه کولو او هغه يي وکارول، بلخي زياته کړې چې دا معامله صرف افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکې داسې ويډيوز او دستاويزي ثبوت هم مخې ته راځي چې په امريکه کي هم داسې پيښې رامينځ ته شوي ، چې پکښې مظاهرچيان امريکي پوليس سره تعاون نه کوي، او پوليس په مظاهرچيانو باندې تشدد کوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button