kra45.cc kra49.at кракен даркнет
نړۍ

شیخ محمد بن زاید النهیان د متحده عربي اماراتو نوی ولسمشر منتخب شوی دی

شیخ محمد بن زاید النهیان د متحده عربي اماراتو نوی ولسمشر منتخب شوی دی. د اماراتو پخوانی مشر شیخ خلیفه د مې پر ۱۳مه مړ شوی وو.

د متحده عرب اماراتو سترې وفاقي شورا د مې پر ۱۴مه، ۶۱ کلن شیخ محمد بن زاید النهیان په متفقه توګه منتخب کړ. د تېلو لویو زېرمو لرونکي متحده عربي اماراتو بنیاد په ۱۹۷۱ز کال کې د شیخ محمد پلار ایښی وو چې پکې اووه امارتونه شامل دي او ستره شورا یې له واکمنانو جوړه ده.

له دې انتخاب سره شیخ محمد د متحده عربي اماراتو رسمي مشر شو خو نوموړي له تېرو څو کلونو راهیسې د پخواني مشر شیخ خلیفه د ناروغۍ له وجې د نارسمي مشر په توګه دنده ترسره کوله.

د متحده عربي اماراتو پر پخواني مشر شیخ خلیفه په ۲۰۱۴ز کال کې د زړه حمله راغلې وه او له هغې راهیسې په عام محضر کې کم لیدل کېده. نوموړی د ۷۳ کلونو په عمر کې مړ شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button