د ملک معيشت په سمه لار روان دے، ګورنر سټيټ بنک ډاکټر مرتضي سيد

د ملک معيشت په سمه لار روان دے،د منفي تجزيو نه دي ډډه اوکړے شي،د قائمقام ګورنر سټيټ بنک بيان،ډاکټر مرتضي سيد وائي چې د کورونا نه پس ټول ملکونه د خپل معيشت حوالے سره فکرمند دي خو زمونږ معاشي حالات لا دومره هم خراب نه دي څومره چې وئيلے کيږي،ګورنر سټيټ بنک وائي چې د اګست په مياشت کښې به د آئي ايم ايف د بورډ ميټنګ اوشي نو چې کله پاکستان ته وړمبے قسط ميلاؤ شي ،کافي مسائل به ورسره حل شي

پوډکاسټ کښې د خبرو دوران د قائمقام ګورنر سټيټ بنک ډاکټر مرتضي سيد وينا وه چې راتلونکې دولس مياشتې د نړيوال معيشت لپاره ډيري ګراني دي،دکورونا نه پس چې په کومو ملکونو باندې د قرضو بوج دے ،هغه ملکونه نور زيات په دباؤ کښې دي،خو وائي چې زما په خيال کښې پاکستان دا مهال دومره هم په خطره کښې نه دے څومره چې ئې خلک بيانوي،وائي چې زمونږ قرضه زمونږ د جي ډي پي اويا فيصده جوړيږي،ولې د کومو ملکونو سره چې زمونږ موازنه کيږي هلته دا شرح اتيا فيصده نه هم سيوا ده،بله دا چې زمونږ د لنډ مهاله قرضو شرح اووۀ فيصده ده او په نورو ملکونو لکه ترکي کښې دا شرح ديرش فيصده ده

ګورنر سټيټ بنک دا هم وئيلي چې زمونږ د قرضو صرف شل فيصده برخه په کمرشل بنيادونو ده،او نورې قرضے مونږ ياخود آئي ايم ايف،ورلډ بنک او يا بيا د دوست ملکونو نه اخستلي ده د کوم چې ادا کول بنسبت د کمرشل قرضو ګران وي

قائمقام ګورنر سټيټ بنک زياته کړې چې تر ټولو اهمه دا چې د کومو ملکونو سره راتلونکې دولس مياشتو لپاره د آئي ايم ايف پروګرام وي ،هغه ملکونه محفوظ دي او د معاشي صورتحال په دباؤ کښې به نه راځي،وائي چې د اګست په مياشت کښې به د آئي ايم ايف د بورډ ميټنګ کيږي او پس له هغے به پاکستان ته د قرضے قسط جاري کيږي،نو بيا به زمونږ د معيشت کافي مسائل په قابو کښې راشي

Leave A Reply

Your email address will not be published.